پښتو متلونه

خرید بک لینک
سر که لا اړ شى عادت نه ځى . سرکه غټ هم وى پټکى غواړى . سترگى له ستر گو شر ميږى . سل دى ومره يو دى مه مره . سپين والى د زړه ښه دى نه دويښتو . مگر زه وايم سپين والى دويښتو ښه دى نه دسترگو . سپى ډير دځان لپاره غاپى لږ دکور دپاره . سر خريلى ښه ده نه ميړه شړلى . ښه کوه له پاچا مه وير يږه . شرم لکى نه لرى . مگر زه وايم که چيرى شرم لکى ولرى نو اندازه به يى ګرانه وى . عقل له کم عقلو زده کيږى . عقل لعل گوهر دى نه په زور دى نه په زر دى . غم له غمه نه شر ميږى . غلبيل کوزى ته ويل چى سورى يى . غر که لوړ دى به سر يى لار ده . غله ته هر کاڼى سړى ښکارى . غل په غره کى نه ځايږى . غله ته وايى غلا ه کوه دکور څيښتن ته وايى کور سا ته . غل غل پيژنى او مل مل . غوښى خانانو وخوړى پر هډوکويى سپى جنگ کوى . غوښى د هر چا خوښى دى خو پشو ايمان پرى راوړى . غر به غره نه ورځى خو سړى په سړى ورځى . فيل که هر څو مره تږى شى په نس کى ئى يو زنگون اوبه وى . که ښه يم له يارانو سره يم . کيله ،کيله دخداى په هيله . کم عقل اول ننک کوى بيا جنگ کوى . کار چى بى استاده وى؛ خود به بى بنياد وى . که او به زور لرى ځمکه سور لر ى . که مشر مشر توب غواړى کشر هم ددنيا دود غواړى . کوڼ دوه واره خاندى . کار اسان دى خو پيل يى گران دى . کوټ کوټ دلته کوى خو هگى هلته اچوى . کور کى دى جوارى نشته له دماغه دى دپلو بوى راځى . کار گر کور مړوى لټ مور ژړوى . کبر جن دخداى دښمن دى . که هر څوک هو ښيار يى نادان پو ښته . که نړى ودانه ده په مړى قيامت دى . که ډوډى دبل ده نس خو دى خپل دى . که سړى غرونه دى ښځى يى اړمونه دى . کارغه د زرکى رفتار کاوه خپل يى هير شو . کوږ بار تر مزله نه رسى . کونډ ه د زوى په طعمه له ميړه ووته . کلال يى په کودى کى خورى . که شپه تياره ده مڼى په شمار دى . گوړه ، گوړه يادوه خوله به دى خوږه شى . کيد ړى ته خپل پوست بلا دى . گاوميښه دگل په بوى څه پو هيږى . ګټى تر گټو لاندى دى . گنجى که داکتر واى نو لومړى به ئى دخپل سر علاج کړى واى . له شنه آسمانه وريدل نه کيږى . له پور وړى بل خوار نشته . له خوشى غږيدو پټه خوله ښه ده . له پښى تښته نشته . لو څ له ابو نه ډاريږى . ليوه هغه ميږه وړى چى له رمى جلا وى . لو يه مړى ستونى شکوى . لږ وخوره تل وخوره . له يوه لاسه ټک نه خيږى . له ښاره وو ځه خو له نر خه مه وځه . لنډ ه ژبه هر ى خواته گرځى . مه ځه په هغه لار چى نه دى مور ځى او نه پلار . مرگ حق دى گور او کفن شک دى . مرگ نه په واړه دى نه په زاړه . مرگ د ډيرو پرده ده . مساپرى بده بلا ده . او زه وايم بى وطنى ستره بلا ده . ملا ځان هير کا او بل ته مسلى کا . ماما چى جيب ته لاس کوى د خورى طعمه ورته وى . مرغه دانه وينى لومه نه وينى . موړ د وږى له حاله څه خبر دى . مه کوه په چا چى وبه شۍ په تا . مار د ځان له ډاره خولى اچوى . مړى نه خاندى که وخاندى کفن څير وى . مور که ليو گى هم شى خپل ځوى نه خورى . مه داسى خوږ شه چى څوک دۍ وخورى . مه داسى تريخ شه چى ودى غورځوى . ماهى چى نيسى تر لکى يى نيسه . مار چيچلى له پړى ډاريږى . ميږ ته چى خداى په قهر شى نو وزرونه ورکوى . ميا که رښتيا ميا وى خپلى وزى به ميږى کړى واى . مخ يى پټ کړه رنګ ئى ورک کړه . ميلمه وى دڅو شپو نه چى پايى تر کلو . نرمه غاړه توره هم نه غو ځوى . نوم دلنگر دى کور دى ډگر . ورک شه هغه ورور چى له ډمانو اخلى پور . وړکى خوله لويى خبرى . وزه له ليوه نه تښتيده د قصاب کره ننوته . ورورى به کوو حساب تر مينځ . وزه چى څملى خپل ځاى پاکوى . وږى پيشو د زمرى سره چنکيږى . وږى ته چا ويل څلو رڅلور څو کيږى ويل ئى اته ډوډى . واده يم خو خبره نه يم چى په چا . وزه چى په بام وخيږى نو ليوه ته ښکنځلى کوى . وچى خاورى په ديوال نه نښلى . ونى چى ميوه نيسى ډبرى په خورى . هر څه چى خام وى پخيږى انسان چى خام شو نه پخيږى . هيڅوک نه وايى چى زما شړومبى تروى دى . ښه وکړه په ابو کى يى واچوه . ليکنه او ټولوونه : دحق دلاري کلتوري ټولنه جرمني

خدمت دپشتولپاره...

ما را در سایت خدمت دپشتولپاره دنبال می‌کنید

برچسب: پښتو متلونه,پښتو متلونه pdf,pashto proverbs پښتو متلونه,د پښتو متلونه, نویسنده: بازدید: 107 تاريخ: دوشنبه 22 شهريور 1395 ساعت: 15:50

صفحه بندی